ملګري ملتونه: په زوره له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه نه منو

ملګري ملتونه: په زوره له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه نه منو


  • 1 کال دمخه (04/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 645

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته باید په خپله خوښه له دغه هېواده د وتلو اجازه ورکړل شي. 

د پاکستان حکومت پرون له ناقانونه کډوالو وغوښتل، چې له پاکستانه ووځي او هغوی ته یې د اجباري اېستلو ګواښ هم وکړ. 

د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې له دغه هېواده به ۱.۱ میلیونه افغان کډوال وباسي. 

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصرخان افریدي له پاکستان څخه په زوره د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه د نه منلو بللې ده.

نوموړي له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پلان د اندېښنې وړ بللی او ويې ويلي یې دي چې ملګري ملتونه د دغه هېواد د حکومت د نوې پرېکړې په تړاو له اړوندو پاکستاني بنسټونو څخه د لا زياتو توضيحاتو غوښتونکي دي. 

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.