په ږوب کي دخراسان ادبي کاروان له خوامشاعره وسوه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله مندوخېل
  • 1137

په هرګوټ کي ددنيامرمه پښـــــــــــتون يم
بې ګناه مرم،بې ګناه مرمه پښـــــــــــتون يم
دکابل په جنازوسوم ستــــړى ستـــــــــــــړى
کندهاره تاکي بيامرمه پښــــــــــــــــــــتون يم
پېښور،وزېرستان مي شه ګلنــــــــــــــــارکړل
اوس په سيندکي ناروامرمه پښــــــــتون يم
هنرمل

په ږوب کي دخراسان ادبي کاروان له خوادمېلمه شاعر عبدالسلام داغي په اعزازکي تېرماښام يوه درنه مشاعره وسوه . چي ګڼ شاعرانو،ليکوالانواودادب مينه والوپکښې ګډون درلود .
دمشاعرې مشرمېلمه دګوملې دشيخ طوطي باباادبي ټولنې مشرعبدالسلام داغي اوصدارت دخراسان ادبي کاروان دمشرمحمدطاهرخوږمن هوتک پرغاړه وو. دسټېج چارې مسرورموسى خېل پرمخ بيولې .
مشاعره ماښام ٦بجې پيل سوه،چي ترڅوساعته پوري وغزېده .
ځان که زه په سمه که په غره يوسم
تابه لکه اوښکه پرلېمه يوســــــــــــــم
لابه دلمبوپه ميدان ګډسمــــــــــــــــه
لابه دي له سترګونه يوڅه يوســــــــم
ستابه ګټه څه وي چي ماوسېــــــــــځې
زه چي دي پتنګ سم نوبه څه يوسـم
عابد

محمدطاهرخوږمن هوتک،عبدالسلام داغي ته په ږوب راتګ تودهرکلى ووايه . اودنوموړي دادبي هڅوستائينه ئې وکړه .
په پيل کي عنايت الله وفا دقرآن دڅوسپېڅلوآياتونوتلاوت وکړ، اوبيادشعرونوبرخه پيل سوه .
عبدالرزاق غورځنګ،محمدآمين شېراني،عنايت الله وفا،عابددوتاني،ګران ولات مندوخېل،عبدالوهاب کارېزي،لاجان ترابي،رفيع الله مندوخېل،رحيم شاه فولاد،محمدايوب انجم،مقبول احمدناصر،عبدالسلام داغي او محمدطاهرخوږمن هوتک خبرخواږه شعرونه مينه والوته واورول،چي دوي ئې په تودو چکچکوبدرګه کړه .
دمشاعرې په پاي کي محمدطاهرخوږمن هوتک خپله لومړۍ شعري ټولګه دازمادزړه درزاده، مېلمه  شاعر عبدالسلام داغي ته ډالۍ کړه .
ډېردي په وينوکي ويده کړى ډېـــــــــــردي وژړوى
تقديره بس يتيم بچى دافغان وزنـــــــــــــــــــــــــــګوه
ترپلولاندې به درپوه سم چي نن خولــــــــــه راکوې
که ته موسکۍ سوې نوپه شونډوپېزوان وزنــــګوه
چي دخپل قام په سرسوداکړي اوخپل قام خرڅوي
اجله راسه دقام دا مشران وزنګـــــــــــــــــــــــــــــــوه
ګران
عبدالسلام داغي دشاعرانودشعرونواودخلګودمېلمه پالنې زښته زياته مننه وکړه . چي ورسره سم مشاعره هم پاي ته ورسېده