ملا فضل الرحمن: له افغان کډوالو سره د پاکستان د چلند غندنه کووم

ملا فضل الرحمن: له افغان کډوالو سره د پاکستان د چلند غندنه کووم


  • 11 مياشتي دمخه (08/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 387

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمن له رئیس الوزرا سره په کتنه کې ویلي، چې ده د افغان کډوالو په تړاو د پاکستاني حکومت پر وړاندې غږ پورته کړی او دغه چلند یې ناسم بللی دی.  

ملا فضل‌الرحمن کابل ته د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د ناخوالو پای ته رسول او د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا یاده کړې ده.

په دې لیدنه کې رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخند ویلي، چې سرپرست حکومت د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد ته د ګواښ پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري او نه هم چا ته اجازه ورکوي، چې له افغان خاورې نور هېوادونه وګواښي.

حسن اخوند ټینګار کړی، چې د پاکستان حکومت دې د افغان کډوالو د افغان کډوالو پر وړاندې له روان ظالمانه چلنده لاس واخلي.

د ملا فضل الرحمن پر مشرۍ د پاکستاني علماوو پلاوی تېره ورځ کابل ته راغلی او تر اوسه یې له بېلابېلو افغان چارواکو سره لیدته کاته کړي دي.