یونیسیار: افغانستان کې د بودجې له کمښت سره مخ یوو

یونیسیار: افغانستان کې د بودجې له کمښت سره مخ یوو


  • 9 مياشتي دمخه (28/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 304

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ ویاندې کارولاین ګلوک ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو ډله ییز  اخراج د خلکو بشري وضعیت او نورې اړتیاوې سختې کړې دي. 

نوموړې ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې بشري وضعیت سختېږي، نو دوی هم په بېړني ډول تمویل ته اړتیا لري.

هغې ویلي، یونیسیار په افغانستان کې د بودجې له کموالي سره مخ ده او دوی اندېښنه لري چې دا ستونزه به یې د فعالیتونو دوام اغېزمن کړي.

نوموړې په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې اوس مهال زیات او کم ۵۰۰ زره افغانان له پاکستان څخه په جبري ډول را اېستل شوي دي.

بل لورته سرپرست حکومت وايي، له پاکستان او نورو هېوادونو څخه راستانه شوي کډوال یې په ښه ډول مدیریت کړي او د دوی هر ډول ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه کړې ده.