د غزني ولایت امینه قومنداني خبر ورکوي، چې د یاد ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس وژل شوی او اووه کسان نور ژوبل شوي دي.
یادي قومندانۍ نن رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ترافیکي پېښه د کابل- کندهار لویې لارې په اوږدو کې د یوه مسافر وړونکي او یوه بار وړونکي موټرانو د ټکر په نتېجه کې رامنځته شوې او د پېښېدو لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي یاده کړې ده.
ویل کېږي، چې ټپیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي، چې شپږ ماشومان او یوه مېرمنه پکښې شامله ده او د درملنې په موخه د یاد ولایت ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې تېره ورځ هم په لغمان او بغلان ولایتونو کې د دوو ترافیکي ترافیکو پېښو له امله ۲۹ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.