سمسور نیوز (۱۹مرغومی۱۴۰۱) د بلوچستان ایالت په قلعه سیف الله سیمه کې یو مسافر وړونکی بس موټر چپه شوی چې په کې شپږ مسافر مړه او شااوخوا ۲۸ نور ژوبل دي.
د راپورونو پر اساس، پېښه پرون شپه هغه مهال رامنځ ته شوه چې یاد مسافر وړونکی بس یوې ژورې کندې ته ولوېد.
د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
پاکستاني چارواکو په دغه پېښه کې د نهو ټپي شویو کسانو روغتیايي حالت نازک ښودلی.
ویل کېږي، په دغه مسافر وړونکي بس کې سپاره کسان شعیه زیارت کوونکي وو.