د بهرنیو چارو وزارت مسئولینو ویلي، چې په پلازمینه کابل کې د ایران نوي ګمارل شوي سفیر علي رضا بیګدلي خپل فعالیت پیل کړی دی.
د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء تکل پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې بیګدلي او د دغه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د معرفت په ناسته کې پر دوه اړخیزه اړیکو خبرې هم کړي دي.
بیګدلي همدارنګه په دغه لېدنه کې ویلي، چې په نږدې راتلونکې کې به د دواړو هېوداونو پلاوي د کابل او تهران ترمنځ سفرونه هم ولري او له یو او بل سره به د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په موخه خبري وکړي.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د یاد هېواد د سفیر دنده حسن کاظمي قمي مخ ته وړل؛ خو د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په تېره نومبر میاشت کې د تهران د بهرنیو چارو وزارت قمي له یادې دندې ګوښه او د هغه پر ځای یې بیګدلي وټاکه.