تورخم دروازه نن د ټرانزېټ پر مخ بېرته پرانېستل کېږي

تورخم دروازه نن د ټرانزېټ پر مخ بېرته پرانېستل کېږي


  • 10 مياشتي دمخه (23/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 465

د راپورونو له مخې، تمه ده، نن سه شنبه د تورخم دروازه د سوداګرۍ پر مخ بېرته خلاصه شي.

د پاکستان اېکسپرېس ټریبیون خبر ورکړی، چې افغانستان او پاکستان پرېکړه کړې، چې د روان کال د مارچ تر ۳۱مې پورې پورې به له ترانسپورترانو څخه ویزې نه غواړي.  

تورخم دروازه شاوخوا یوولس ورځې مخکې وروسته له هغې وتړل شوه، چې پاکستان له افغان موټر چلوونکو د ویزو او پاسپورټ غوښتنه وکړه.

پاکستان دا مهال له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ پرمخ ټولې لارې تړلې دي. 

بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند هم تمه ښودلې، چې تورخم دروازه به نن د باروړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ بېرته پرانېستل شي. 

د تورخم دروازې له تړل کېدو سره د دواړو غاړو سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیانونه اوښتي دي.