ملا برادر: د ا، ا راتګ سره هېواد کې پانګونې ته زمینه برابره شوې

ملا برادر: د ا، ا راتګ سره هېواد کې پانګونې ته زمینه برابره شوې


  • 1 کال دمخه (16/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 575

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، د اسلامي امارت له راتګ او په هېواد کې د امنیت له ټینګښت سره پانګونې ته زمینه برابره شوې او افغانستان تازه د بیارغېدو پړاو ته دننه شوی دی.

نوموړي په کابل کې د امام ابو حنیفه د دویم ملي او نړیوال نندارتون په پرانیست‌غونډه کې د خبرو پر مهال د مرکزي او سویلي اسیا هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې افغانستان د ټرانزیټ لپاره تر ټولو خوندي لار ده.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت دفتر په‌دې اړه په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، دغه نندارتون د چنګاښ په ۲۵مه پیل او د دې میاشتې تر ۳۱مې به دوام ولري او اصلي موخه یې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو لپاره بازارموندنه او له ملي پانګه‌والو ملاتړ بلل شوی دی.

 

د یاد دفتر د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په‌دې نندارتون کې پر کورنیو صنعت‌کارانو سربېره د ایران، ترکمنستان، ترکیې، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو صنعت‌کارانو هم خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.