کندهار کې یو ماین چاودنې څلور تنه ملکي وګړي وواژل.

کندهار کې یو ماین چاودنې څلور تنه ملکي وګړي وواژل.


  • 1 کال دمخه (16/04/2021)
  • خالد سهار
  • 516

سمسور (جمعه د وري ۲۷) کندهار کې یو ماین چاودنې څلور تنه ملکي وګړي وژلي دي.

د یاد ولایت د پولیسو ویاند، جمال ناصر بارکزی وایي، چې دا پېښه تېره شپه د دې ولایت شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د ملکیانو پر یو موټر رامنځته شوې ده.

د نوموړي، په وینا، چې د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.

تر دې مهاله د یادې پېښې مسؤولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

باید یاده شي، چې کندهار کې له څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ جګړه روانه ده.

د ځایي چارواکو په خبره، چې هلته دا مهال ګڼ شمېر سیمې طالبانو په ماینونو پوښلي دي.

دوی وایي افغان ځواکونه هڅه کوي، چې لارې پاکې کړي، تر څو ملکي وګړو ته د تګ راتګ پر مهال خنډونه جوړ نه شي.