د اسراییلو د پوځ ویاند ډنېل هاګاري ویلي چې د یاد هېواد په شمال کې د فوټبال پر لوبغالي توغول شوی توغندی د ایران تولید دی.
حزب الله ډلې بیا شنبه ویلي وو چې (فلق-۱) نومی توغندی یې د اسراییلو پر یوې نظامي قرارګاه توغولی دی.
خو د اسراییلو دا ادعا یې رد کړې چې ګویا په مجدل الشمس کې دې دوی پر فوټبال میدان (فلق-۱) توغندی توغولی وي.
د یادونې وړ ده چې د اسراییلو په شمال کې په دغه برید کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.