سېف ده چلډرېن له پاکستانه د راستنېدونکو ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

سېف ده چلډرېن له پاکستانه د راستنېدونکو ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې


  • 1 کال دمخه (02/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 448

د ماشومانو د ژغورنې سازمان له پاکستانه د راستنېدونکو ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

د یاد سازمان له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان ماشومان داسې مهال خپل هېواد ته راستنېږي، چې دلته د ژوند تېرولو لپاره هېڅ اسانتیاوې نه لري. 

خبر پاڼه زیاتوي، چې په تېرو ۶ اوونیو کې ۱۲۰ زره افغانان له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې یې ۸۶ سلنه هغه د پاکستاني پولیسو لخوا د نیول کېدو له وېرې دې چارې ته اړ شوي دي.  

د ماشومانو د ژغورنې سازمان د ځینو راستانه شویو افغانانو له خولې لیکلي، چې افغانستان کې د ژوند تېرولو لپاره ځای، خواړه او پیسې نه لري.

دغه سازمان داسې مهال د راستانه شویو ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښیي، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې لا له وړاندې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی و.