برېټانیا له افغانستان سره خپلې مرستې تر نیمایي راکمې کړې

برېټانیا له افغانستان سره خپلې مرستې تر نیمایي راکمې کړې


  • 1 کال دمخه (18/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 489

د برېټانیا حکومت له افغانستان سره خپلې مالي مرستې نیمايي ته راکمې کړې دي. 

د برېټانیا پر بهرنیو مرستو د څار ادارې ویلي، چې دغه هېواد له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو په کمولو سره په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین او ماین پاکولو پروګرامونو هم اغېزمن کړي دي. 

یادې ادارې د برېټانیا حکومت تورن کړی، چې افغانستان یې له پامه غورځولی دی.

بریتانیا سږ کال له افغانستان سره خپلې مرستې له ۲۴۶ میلیون پونډو څخه ۱۰۰ ملیون پونډو ته راکمې کړې دي.