سرپرست حکومت: ۲زره افغان کډوال له ایران او پاکستان بېرته راستانه شوي

سرپرست حکومت: ۲زره افغان کډوال له ایران او پاکستان بېرته راستانه شوي


  • 8 مياشتي دمخه (11/05/2022)
  • سمسور
  • 277

سمسور (۲۱غوایی۱۴۰۱) د ا.ا سرپرست حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدوونکو چارو وزارت وايي، له ايران او پاکستان څخه څه باندې ٢زره افغان کډوال بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي. 

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې تېره ورځ له ايران څخه ١٩٩٠ افغان کډوال په زور او داوطلب ډول هېواد ته را ستانه شوي دي. 

دغه بیان کې همداراز ویل شوي، چط د دې تر څنګ ٣١٨ نور افغان کډوال د سپين بولدک له لارې هم هېواد ته را ګرځېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې له ايران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته را ګرځېدو کې ډېروالی راغلى دی.