د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر توبیاس اېلووډ د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل په اړه خپله خپره کړې ویدیو ړنګه کړه.
توبیاس ایلوود چې څه ورځې مخکې د کابل له سفره ستون شو، په یوې لیکنې کې یې د برېتانیا له حکومت څخه غوښتي وو، چې له ا، ا سره دې تعامل وکړي او په کابل کې دې خپل سفارت بېرته پرانېزي.
هغه بیا په دې اړه یوه ویدیو هم خپره کړې وه.
خو وروسته له هغې چې پر نوموړي د ټولنیزو رسنیو کاروونکو توندې نیوکې وکړې، اړ شو، چې خپله خپره کړې ویدیو ړنګه کړي.
هغه په ټولنیزو رسنیو کې نیوکو ته په اشارې منلې، چې دی سم نه و.