عبدالله عبدالله د ایران له سفیر سره کتلي.

عبدالله عبدالله د ایران له سفیر سره کتلي.


  • 3 کاله دمخه (26/04/2021)
  • خالد سهار
  • 951

سمسور (سه شه شنبه د غوایي ۷) تېره ورځ د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ایران هېواد له سفر ښاغلي بهادر امینیان سره په کابل کې کتلي دي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا له دفتره په خپره شوې خبر پانه کې راغلي، چې په دغه کتنه کې دواړو خواوو د سولې په هڅو، د دوحیې په خبرو اترو، د استانبول کنفرانس په ځنډېدو او په وروستیو سیاسي او امنیتي بدلونونو بحث او خبرې اترې وکړې.

ښاغلي عبدالله عبدالله داسې مهال د ایران له سفیر سره ګوري، چې ټاکل شوې وه چې ترکیه د روانې میاشت په ۲۴ نېټه د افغان سولې په تړاو د ناستې کوربه توب وکړي، خو د ترکیې بهرنیو چارو وزارت دغه ناسته له کوچیني اختر وروسته اعلان کړه. 

د ویلو ده، د ترکیې ناستې د ځنډېدو له اعلان وروسته ملګرو ملتونو ویلي دي، چې دغه اداره به د ترکیې او قطر دولتونو په همکارۍ په جدي توګه د افغان سولې په برخه کې هڅې وکړي.

بل لورته بیا پاکستان ډاډ ورکړی، چې طالبان د ترکیې په ناسته کې کډون کوي.