امریکا له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي.

امریکا له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي.


  • 11 مياشتي دمخه (18/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 385

امریکا له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي.

امریکا په رسمي توګه له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ. دامریکا دفاع وزیر کریسټوفر میلر ویلي چې په افغانستان کې د عسکرو په مسئله له ټولو اړخونو سره غږیدلی او دپنټاګون او ناټو سازمان استازو سره له مشورې وروسته دې پریکړې ته رسیدلی، چې له افغانستانه خپل سرتیري وباسي. میلر ویلي، چې په پوره مسؤلیت له عراق او افغانستان څخه خپل سرتیري باسي او نور نه غواړي چې امریکا دې دغه اوږده جګړه نوره هم وغځوي.د پنټاګون اوسني مشر ویلي، چې په افغانستان کې به د راتلونکي کال د جنورۍ تر ۱۵مې د خپلو سرتېرو شمیر ۲۵۰۰ ته راښکته کړي.