تر چمن وروسته د سوېلي وزیرستان خلک: مونږ هم پاکستانی پاسپورټ نه منو

تر چمن وروسته د سوېلي وزیرستان خلک: مونږ هم پاکستانی پاسپورټ نه منو


  • 1 کال دمخه (20/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 460

د سوېلي وزریستان انګور اډې مشرانو تېره ورځ ناوخته د یوې احتجاجي راټولېدنې پر مهال پرېکړه کړې، چې د انګور اډې او برمل تر منځ تګ راتګ په پاسپورټ او ويزه نه مني او د پخوا په څېر به په عادي ډول تګ راتګ کوي.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې د سوېلي پښتونخوا په چمن کې لسګونه زره ځايي خلکو د سپین بولدک- چمن په دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهلی او غوښتنه يې دا ده، چې په دغه لاره دې د پخوا په څېر عادي تګ راتګ وشي.

تر هغه وړاندې به په دغه لاره تګ راتګ په افغان پېژندپاڼه او پاکستاني شناختي کارډ کېده.

تازه د سوېلي وزیرستان د انګور اډې اوسېدونکو هم وروسته له هغې اعتراضي غونډه کړې، چې له تېرو درې ورځو راهیسې پرې پاکستاني پوځ د انګور اډې لاره تړلې ده.

د انګور اډې اسېدونکو ګواښ کړی چې که په دغه لاره د پاسپورټ او وېزه خبره جبري کېږي نو دوی به هم ځینې ګامونه واخلي. 

د سیمې خلک وايي، دا احتجاج به پراخوي او تر هغه به دوام ورکوي، چې پاکستان حکومت بېرته خپله پرېکړه نه وي اخیستې.