د امریکا دفاع وزیر: که تاوتریخوالی کم نشي، نه وځو.

د امریکا دفاع وزیر: که تاوتریخوالی کم نشي، نه وځو.


  • 3 کاله دمخه (21/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1031

 امریکا وایي، چې د ځواکونو ایستل د طالبانو له لوري د روان تاوتریخوالي کمېدو پورې اړه لري.

 

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د امریکایي سرتېرو ایستل د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي په کمښت پورې تړلی دی.

 

نوموړي ویلي، چې په اوس وخت کې د تاوریخوالي کچه ډېره لوړه ده او په وینا یې بین لافغاني خبرو کې باید پر مختګ وشي.

 

د امریکا دفاع وزیر ورځ وړاندې هم ویلي، چې دوی د ځواکونو په ایستلو کې بېړه نه لري.

 

نوموړي همدا راز زیاته کړې وه، چې طالبانو سره شوې هوکړه ارزوي تر څو مالومه کړي طالبان هوکړې ته څومره ژمن پاتې شوي.

 

طالبان بیا وایي، چې دوی تاوتریخوالی او لویو ښارونو کې بریدونه کم کړي او له امریکا سره د لاسلیک شوې هوکړې پر مادو یې عمل کړی دی.