سمسور (یکشنبه د وري ۲۲) د کابل پولیس په یوه خبر پاڼه کې وایي، چې طالبانو تېره شپه د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند قلعه کشف سیمه کې د "عزیز الرحمن" په نوم د عامه چوپړتیاوو یو تن کارکوونکی په ډزو وژلي دی.
د پولیسو په وینا، د امنیتي ځواکونو د چټک غبرګون پر مهال یو طالب وژل شوی او بل په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې پېښه د پولیسو تر څارنې لاندې ده.
طالبانو په دې هکله کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.