د جرمني د بهرنیو چارو وزیره: د افغاستان اوسني حکومت دغه هېواد په ناسم لوري روان کړی

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره: د افغاستان اوسني حکومت دغه هېواد په ناسم لوري روان کړی


  • 2 کاله دمخه (08/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 675

سمسور (۱۸غبرګولی۱۴۰۱) د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بایربوک دا څرګندونې په اسلام آباد کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره په پرونۍ ګډه خبري غونډه کې کړې دي.

مېرمن انالېنا ویلي، چې د افغانستان نوي واکمن به دا هېواد تر بشپړ سقوط پورې ورسوي او د خلکو د خورا ډېر کړاو او لوږې باعث به شي.

د نوموړي په خبره، له افغانستان سره دې بشري مرستې دوامداره وساتل شي؛ خو زیاتوي، چې په نورو برخو کې د نړیوالو مرستې باید له دې شرط سره تړلې وي، چې د بشري حقونو په برخه کې څومره پرمختګ کېږي. 

د یادونې ده، چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیره پاکستان ته تللې وه او په پام کې وه، چې د دغه هېواد له چارواکو سره د یو شمېر مسایلو پر سر لیدنې ولري؛ خو د کرونا ټېسټ یې مثبت ښودل شوی او اړ شوې، چې خپل سفر په نیمګړی پای ته ورسوي.