د قزاقستان ولسمشر: د کابل او آستانې ترمنځ دې سوداګري له درې میلیارده ډالرو لوړه شي

د قزاقستان ولسمشر: د کابل او آستانې ترمنځ دې سوداګري له درې میلیارده ډالرو لوړه شي


  • 1 اونۍ دمخه (29/05/2025)
  • سمسور نیوز
  • 102

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف د کابل او آستانې ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې سوداګرۍ کچه له درې میلیارده ډالرو څخه لوړه  شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي قزاقستان ته د سفر په ترڅ کې له ولسمشر توقایف سره کتلي دي. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی. 

ورته مهال، عزیزي د تورغونډۍ د وسپنې پټلۍ په پروژه کې د قزاقستان د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې هرکلی کړی او دا پانګونه یې په افغانستان کې د کارموندنې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهمه بللې ده.

سرچینه زیاتوي، دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي، څو د سیاسي او اقتصادي اړیکو لا پیاوړتیا ته زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د غبرګولي په ۷مه د آستانې نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.

تمه ده، چې نوموړی به په دغه فورم کې د افغانستان د اقتصادي ودې، پانګونې فرصتونو او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه خبرې وکړي.