ارین: طالبانو تېره میاشت ۴۷۶ ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې

ارین: طالبانو تېره میاشت ۴۷۶ ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 3 کاله دمخه (03/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1200

 

کورنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو په تېره یوه میاشت کې د خپلو یرغلیزو بریدونو پر مهال ۴۷۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې طالبانو تېره یوه میاشت کې د یرغلیزو، ځانمرګي بریدونو او ماین چاودنو په پایله کې ۱۳۴ ملکي وګړي وژلي او ۳۴۲ نور یې ټپیان کړي دي.

هغه د ملکیانو وژنه بشري جنایت بللی دی او زیاته کړې یې ده چې دا چاره د منلو نه ده. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.