د بې پولې ډاکترانو ټولنې «اېم اېس اېف» وایي، د هغو افغانانو په اړه جدي اندېښنه لري چې له پاکستانه په زور اېستل کېږي.
یادې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې د ساري او مکروبي ناروغیو ډېرښت او افغانستان کې د ډاکترانو او درملو کمښت د دې لامل کېږي، چې ډېر خلک په تېره بیا ماشومان او مېرمنې په بېلابېلو ناروغیو اخته شي.
پاکستاني چارواکو ویلي، د اپرېل له نیمايي وروسته به د «اې سي سي» کارت لروونکي کډوال هم له خپلې خاورې وباسي.
د پاکستاني حکومت د پرېکړې له مخې، به شاوخوا یو میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته راولېږول شي.