ولسمشر غني: پاکستان کې ظاهرآ د افغانستان په لوټ کېدو خواږه وېشل کېږي

ولسمشر غني: پاکستان کې ظاهرآ د افغانستان په لوټ کېدو خواږه وېشل کېږي


  • 3 کاله دمخه (16/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1349

ولسمشر غني وایي، په پاکستان کې ځینې ډلې او ادارې چې د طالبانو ملاتړ کوي، په څرګند ډول په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ولسي او دولتي شتمنیو لوټ او تالان کېدو په موخه جشنونه نمانځي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې په تاشکند کې یې د جنوبي او مرکزي آسیا په نړیوال کنفرانس کې وینا کوله ویلي، په تېره یوه میاشت کې د پاکستان او نورو هېوادونو څخه څه باندې ۱۰ زره وسله‌وال افغانستان ته راغلي دي. 

که څه هم ښاغلي غني دا نه دي ویلي، چې کومې ډلې په پاکستان کې د افغانستان ویجاړی نمانځي،‌ خو څو ورځې وړاندې په کوېټه کې پاکستاني ملایانو او سیاسیونو افغانستان کې د ولسوالیو د سقوط په خوښۍ کې خواږه ویشلي وو او د طالبانو په ملاتړ لاریونونه او د هغوی په پلوي یې شعارونه ورکول.

ورته مهال ولسمشر غني یو وار بیا پاکستان نه غوښتي، چې د سولې جدي خبرو ته د طالبانو هڅولو لپاره دې پاکستان د خپل نفوذ نه کار واخلي.

په همدې حال کې ارګ وايي، چې ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د منځنۍ او جنوبي اسیا، سیمه ییز اتصال، ننګونې او فرصتونه بین المللي کنفرانس په څنډه کې هم لیدلي، خو په دې اړه زیاته جزیات نه‌دي شریک کړي.