حمدالله محب وایي، طالبا ترهګریزه ډله ده او خپلواکي نلري.
د
افغان حکومت د سولې دخبرو لپاره د طالبانو هرډول غوښتنه منلې، خو دغې ډلې بیا هم پر جنګ تمرکز کړی.د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، د ټولو ولایاتو امنیتي مسؤلینو ته یې سپارښتنه کړې، چې د طالبانو د هرپلان پر وړاندې ودریږي او هر شوم هدف ته یې کلک ځواب ورکړي. محب وایي طالبان د هغو خلکو په واک دې چېرته چې د طالبانو کورونه دي.
په یاده غونډه کې د کورنیو چارو وزير مسعود اندرابي هم خبرې وکړې، نوموړي وویل چې افغان حکومت تل د سولې غوښتونکی دی، خو که طالبان د جګړې لار انتخاب کړي نو، افغان امنیتي ځواکونه په هر حالات کې د هېواد دفاع ته چمتو دي.په یاده غونډه کې د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج وویل، چې طالبان د سولې نیت نلري او په یوه او بله بهانه خبرې اوږدوي.