دا لیکنه په دوو کوټلو خبرو ولاړه ده:
۱ـ هغوی، چې وايي: فرهنګ زدکړو – په تېربیا د ښځمنو پوهېدلو- ته اجازه نه ورکوي، فرهنګ نهپېژني او بېفرهنګه دي.
۲- هغه څه چې په لرې پرتو سیمو کې کله کله د خلکو ترمنځ د نجونو د زدکړو مخه نیسي، فرهنګي عوامل نه، بلکې له چاپېریال څخه وېره او د ناامنۍ حس دی، چې د تاریخي شرایطو له امله د خلکو په ټولیز لاشعورکې زېرمه شوی دی.
خو اول، راځئ وګورو فرهنګ څه دی؟ او ولې یې زه «فرهنګ» بولم؟
فرهنګ= کلچر، کولتور، کلتور Culture= ثقافة په بېلو بېلو ژبو کې یوه بشري ارزښت ته وايي. یومهال اروپایانو له تمدن و مدنیت Civilization سره په یوه مانا کاراوه او په دې بڼه زموږ ځینو پخوانیو لیکوالو د عربي په تقلید ثقافت یا تمدن ګڼلی او روسته بیا مقلدو میرزایانو د فرانسوي – انګریزي ژبو تر اغېز لاندې کلتور، کولتور یا کلچر ګڼلی دی.
«فرهنګ» ویی د زرګونو نورو په شان پښتو او پارسي ژبو دواړو ته له لرغونو اوستايي متونو راغلی ګډ ویی دی، چې تحتاللفظی مانا یې: «وړاندې راایستل شوی برم و پرتم» دی.
پښتنو کلاسیکو شاعرانو دا مفهوم فرهنګ کارولی دی او پښتنو ته تر نورو ټولو پردیو وییونو همدا فرهنګ ورخپل دی.
خوشال بابا فرمايي:
لاړل و جنت ته چې په پوهه خبر نه وو
لاړل و دوزخ ته چې یې لافې د فرهنګ کړې
د فرهنګ تعریفونه ډېر دي، خو زه یې دوه رااخلم، چې یوڅه اسانه دي:
« فرهنګ یا تمدن، هغې سره پرلغښتې و اوبلې ټولګې ته وايي، چې ټول هغه پېژاندونه، باورونه، هنرونه، حقونه، اخلاق، دودونه، عادتونه او انساني توانمندۍ سره رانغاړي، چې یو انسان یې د یوې ټولنې د غړي په توګه ورخپلوي.»
بلځای:
« فرهنګ د یوې بشري ټولګې ټول هغه سره اړوند رسميکړای شوي فکرونه، احساسات، کړنې او نښې دي، چې دغه بشري ټولګه تر بلې هغې توپیروي، راڅرګندوي او لوړوي.»
فرهنګ؛ انسانمحور او ارزښتمحور دی. که دا خبره وسپړو، فرهنګ هر هغه فکر و عمل دی، چې یوه ټولګه انسانان یې د خپل بشري ژوند د لا ښو شرایطو لپاره په خپلو منځونو کې قراردادوي. دا ښه شرایط مادي، معنوي، ذوقي او اروايي دي. ښايي له همدې کبله ځینې کسان فرهنګ د یوې ټولنې د مادي او معنوي ارزښتونو ټولګې ته وايي.
ساده به یې کړو. فرهنګ هر هغه ټولنیز ارزښت دی، چې د انسان مادي، معنوي، ذوقي او اروايي ژوند ته یې ګټه رسیږي.
زدکړه، پوهنه، پوهېدل او د پوهې ترلاسه کول د فرهنګ تر ټولو مهم توکی(عنصر) او برخه ده. انسان له خورا لرغونیو زمانو د همدې زدکړې و پوهنې په مرسته خپل ژوند ورځ تر بلې لا پسې ښه کړی دی. نن، چې انسان څومره هوسا ژوند لري، د پوهنې و زدکړو له برکته دی، نو د دې ټولو پربنسټ، ولې باید فرهنګ یا کلتور یا ثقافة د زدکړو (په تېره بیا د ښځو د زدکړو) په ضد و ګڼو؟ په کوم منطق؟
څوک چې وايي، د افغانستان د خلکو فرهنګ ښځو ته د زدکړو اجازه نه ورکوي، نه فرهنګ پېژني، نه افغانستان، نه یې خلک او نه هم زدکړې او د ښځو د زدکړو ارزښت.
او یا یې که پېژني، نو دغه خبره یې بشپړه سیاسي ده او له ځان سره پخپله هم پوهیږي، چې دروغ وايي او د پاکیستاني – انګریزي روایت و فکر تقلید کوي.
اوس راځم دویمې فرضیې ته:
ریښتیا هم په لرې پرتو سیمو کې ښايي یوشمېر خلک زړه ونه کړي، چې خپلې نجونې په کړکېچنو شرایطو کې ښوونځي و پوهنځي ته ولېږي، د دې لامل او عامل فرهنګي نه، امنیتي دی.
خلک په خپلو نجونو ډاریږي.
موږ له تاریخي پلوه په داسې سیمه کې پراته یو، چې له بده مرغه د هیندوستان او نورو ګاونډیو زمکو د نیولو لپاره لوی لوی لښکرونه زموږ د هېواد پر سینه تېر شوي، دلته اوږدمهالې جګړې وې او په داسې جګړو او یرغلونو کې خلک په خپلو کورنیو په تېره بیا ښځینه وو ډارېدل. موږ د تاریخ په اوږدو کې پیاوړي ملي حکومتونه، مسئول پولیس او ډاډوړ امنیتي سیستمونه لرلي نه دي. موږ د کمزوریو اقتصادي – ټولنیزو شرایطو له کبله اخلاقي کوډونه ښه پاللي نه دي، بومي و دودیز کوډونه مو مات کړي او نوي و ستندرد هغه مو پلي کړي نه دي. دې ټولو ستونزو زموږ فیزیکي و رواني امنیت کمزوری کړی دی، په بېامنیتۍ کې تر ټولو ډېر زیان ښځینهوو او ماشومانو ته رسیږي، چې د ځانساتنې توان یې کم وي.
د ناموس ساتنې و غیرت مفاهیم په خپله له همداسې ډار څخه ریښه اخلي. په ناامنه او بېباوره کړکېچځپلې ټولنه کې غیرت په یوه ټولیز ګروم بدلیږي او ناموسساتنه حیثیتي کیږي. دا ډار واقعیت دی، خو له فرهنګ سره هېڅ اړیکه نه لري.
که یو ملي او مسئول حکومت په ټول هېواد کې ډاډوړ شرایط حاکم کړي، ټولنیز اخلاق پیاوړي شي او خلک ونه ویریږي، د هرې سیمې افغانان به خپل ټول بچیان (نجونې وهلکان) ښوونځیو او پوهنځیو ته واستوي.
تر خپلواکۍ روسته په اماني او بیا ظاهرشاهي څلویښت کلنه دوره او په تېرو شلو کلونو کې د ښاري او امنو کلیوالي سیمو خلکو خپلې لوڼې ښوونځیو او پوهنځيو ته استولې. د کندهار، بدخشان، شبرغان او نورو لرې پرتو سیمو د څلویښتمو او پنځوسمو لسیزو عکسونه او د معارف لیکلی تاریخ وګورئ، ټولو قومونو او سیمو خپلې لوڼې ښوونځیو او پوهنځیو ته استولې.
خو پرعکس د ۱۳۷۰ لسیزې په پیل کې، چې د تنظیمونو حکومت و او پر نجونو د ښوونځیو رسمي بندیز هم نه و، مګر امنیت او ډاډ نه و. تنظیمي وسلوالو وحشت خپراوه او د خلکو ناموسونه خوندي نه وو، له ډېرو کمو سیمو پرته ګڼو خلکو، ان روښانفکرو ښاري کورنیو هم خپلې نجونې ښوونځیو او پوهنځیو ته نه پرېښوولې. ځکه هغه مهال ژوند او ابرو تر زدکړو لومړیتوب درلود.
ځينې ناخبره یا د غرض و مرض خاوند وګړي، له امنیتي شرایطو د خلکو همدغه ویره، په افغاني فرهنګ ورتپي او په غلطه د پاکیستانیو دا دعوه تکراروي، چې ګواکې – خدای مکړه!- د افغانستان خلک له فرهنګي پلوه د زدکړې، پوهنې او پوهې ضد خلک دي.
دغه اتهام او تور یو خورا ګواښمن او خطرناک تور دی، چې ښايي په وړاندې یې په کلکه ودریږو.