د ټولیز امنیت سازمان ادعا: له افغانستانه مخدره توکي را قاچاق کېږي

د ټولیز امنیت سازمان ادعا: له افغانستانه مخدره توکي را قاچاق کېږي


  • 1 کال دمخه (25/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 466

د ټولیز امنیت سازمان د عمومي منشي مرستیال والري سمریکوف ادعا کړې، چې له افغانستانه یې غړو هېوادونو ته مخدره توکي واردېږي.  

نوموړي ویلي، چې دغو هېوادونو ته د مخدره موادو د ننوتلو د مخنیوي لپاره به ټولې لازمه پرېکړې ونیول شي.  

ښاغلي سمریکوف د سې شنبې په ورځ (د لړم په دویمه) په مینسک کې د ټولیز امنیت تړونونو د سازمان د نشه یي توکو له قاچاق سره د مبارزې د همغږۍ شورا د ۲۵مې ناستې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي، چې له افغانستان سره باید د تاجکستان پوله پیاوړې شي.

د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د نشه يي توکو د قاچاق ادعا په داسې حال کې کېږي، چې  سرپرست حکومت واک ته له رسېدو وروسته د کوکنارو پر کښت، پېر او پلور بنديز لګولى دى.  

که څه هم سرپرست حکومت لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې ډاډ ورکړی،  چې له افغانستانه هېڅ هېواد ته ګواښ نشته.