- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ډاکتر ځلاند
- 1449
د پښتو غزل اوږد مزل چې د اکبر زمینداوري نه را پیل شوى، لا هم د لوړو او ژورو څوکو په لورې خپل نه ستړي کېدونکى سندریز مزل ترسره کوي.خو د پښتو ژبې د معاصرې شاعرى طلایې دور، له حمزه بابا رح په ابتكار په عالي ډول را پيل شو، په نوي غزلیز بهیر کې د مضمون او شعریت له مخې ډېر نویوالی تر سترګو کېږي،كه څه هم په دې لاره كې به لا ډيرو هڅو ته ضرورت وي، خو ډير شاعران هڅه كوي چې په شعر كې نویوالى او هنریت و پالي. كه د حمزه بابا شعر ته فكر وكړو، نو له ټولو نورو نوښتونو سره سره يې د غزل په برخه کې ښې پنځونې وکړي، د نویو تشبیه ګانو، استعارو او ترکیبونو په رامنځته کولو یې د پښتو غزل اوسنۍ بهیر له کلاسیکو، سولیدلو او کلیشې قافیو او ردیفونو له ځنځیره خلاص کړ. حمزه بابا غزل نه یواځې عشقي کړ، هغه ته یې اخلاقي، اصلاحي، عرفاني او داسې ډیرې نورې سکالوګانې هم ور په غاړه کړي. د همدې لارې د شلمې پیړۍ او بیا دا دی شکر د یویشتمې پیړۍ يو بل لاروی نوښتګر شاعر ډاکتر حسن دى چې دا دى خپله څلورمه شعرې ټولګه (په زخمونو کې سندرې ) يې د چاپ په ګاڼه وپسوللې.
د ډاکتر صیب حسن دریمه چاپ شوي ټولګه (شنې زرغونې په اوښکو کې) چې کله ما ولوسته او بیا مې پرې یوه وړه شان لیکنه وکړه ، نو د څلورمې شعرې ټولګې په لوستلو او تر لاسه کولو بیخې هک حیران شوم، د دواړو ټولګو ترمنځ د شعریت پوخوالى، د هنریت کره والى او د سندریز واک پیاوړتیا زه په دې مجبور کړم چې په دې ټولګه هم لیکنه وکړم. د دواړو ټولګو ترمنځ نه یواځې د غزلو د نویوالي او بیلوالي ترمنځ توپیر لیدل کیږي، بلکې د مضمونونو نویوالي او هنریت هم په کې له ورایه ترسترګوکیږي.
د مینو د مچکو، انګازې د خرپ اورې
له ګلاب به کړې پوښتنه په خوشبو کې به مې غواړي
...
د زخمونو سندرې د شرنګیدلو غزلو تر څنګ ګڼ نظمونه چې د مضومون او انځورونو له مخې بیخې نوي او جلا یو هنریت لري، هم په ځان کې رانغاړي.
وې: دا اوښکې مرغلرې او ستا غټ زړه؟
ماوې: پروت دی په دې غره کې کان د اوښکو
د ښکلي او هنرې غزلي د پاره نه یواځې خپلې شخصې تجربې او الهامونو ته اړتیا ده بلکې باید د همدې تجربې او الهام د وړاندي کولو او غښتلي کولو دپاره باید ښکلي لفظونه ( وییونه ) هم شاعر له ځانه سره ولري، چې په دې برخه کې ډاکتر حسن ډېرې بریالي تجربې ترسره کړې:
چې په برخه د موږک شوه شپه د ژرندې
نو بیا چا وې، چې حاکم د کابل ګرم دی
فرښتو یې تخیل دی لمسولی
هر غزل چې د (حسن) صنم صنم دی
د ژوند له برکته مې له ډاکتر صیب حسن سره څه موده مخکې لیدنه وشوه، نو د شاعرۍ په اړه مې ورسره ځینې پوښتنې مطرح کړې، لومړی مې ترې دا وپوښتل چې تاسو د شاعرۍ د ښکلا او حسن د پاره کوم توکې ډیر اړین ګڼئ. د ډاکتر صیب ځواب دا وه چې د شعر د هنر د برخې لپاره ښه ژبه او ټکې دومره آړین دي لکه تصویر ته چې رنګونه پکار دي، په شعر کې باید هر لفظ مناسبت اواړتیا ولري، دځای د ډکولو لپاره باید نه وي کارولی شوي، ځکه چې د لوی شاعر لپاره په شعر کې د ځای کمبود وي نه د لفظونو. په ښو شعري لفظونو شعر له شعار نه هنر ته راوځي ترکیبونه نه یواځې دشعري تصویر په لیږدونه کې ونډه لري بلکې شعر او ژبې ته ښکلا او غنا هم بخښي. شعر باید دبدیع اوبیان محاسن ولري تر څو عیني او ذهني تصویرونه وپنځوي او له انځور نه پرته شعر دنثر پر پوله وراوړي. زما په نظر لوړ تخیل په شعر کې شعري رسالت تر سره کوي او دا دهنر تر پولې بس هم دی ولې ورسره عالي فکر په شعر کې وجداني او ملي تنده هم ماتوي. د حسي تصویرونو یوه زړه راښکونکي منظره:
راشه چې له زړه په مات اواز څه درته ووایم
نن به د رندانو په انداز څه درته ووایم
ته به په ترپکو د بلۍ سرته راوخیژې
زه به په سرو سترګو لکه باز څه درته ووایم
کله چې مې له ډاکتر صیب څخه دا پوښتنه وکړه چې څه وخت شعر باید ولیکل شي ، که خپله تجربه په دې اړه راسره شریکه کړي . نو په ځواب کې يې وويل ( شعر باید د یو خوځنده اولړزیدلي روانې حالت کې ولیکل شي تر څو پکې دعاطفې او احساس غورځنګ ښکاره شي او شعر، شعر پاته شي ولې نظم او تال ېې ریاضت او مطا لعې ته اړدی.)
دټولنیز بدلون لپاره شعر باید دومره فکرې ځواک ولري چې د لوستونکې عاطفه او روان پخپل واک کې واخلي او خوځنده يې کړي، له دې نه وروسته شعر کولای شي د لوستونکي په فکر اغېز وکړي.
تو پان د پیغلتوب چې پکې څنډ وهلې څڼې
په هر طرف یې خور کړ انتشار په آینه کې
ښکلا چې پکې ګوري او پردېس (حسن) وریاد شي
په سوړ اسویلي جوړ کاندي غبار په آینه کې
شعر باید تکراري او کلیشه شوي خبرې وه نه لري او هر څه ته باید له نوې زاويې کتل شوي وي، موږ چې په خپل ښار کې ګرځو نو هر کور او ماڼۍ ته نه ګورو ځکه هغه له مخکې نه د ذهن په ایینه کې پراته وي، خو که کومه نوې ودانۍ وي بیا نوک نیولي شو. شعر هم باید لو ستونکی خپلي هنري او تخیلي نندارې ته یو څوشیبې تم کړي او دتلو سره نه یوازې د شعرتصویر د ذهن په ایینه کې ځان سره یوسې بلکه له یو هیجاني بدل او خوځنده رواني حالت سره ترې لاړ شي.
ګوټ پسې کړم ګوټ تنده د مینې مې ماتیږي نه
راشي د مالګین حسن میزبان تصویر په سترګو کې
نن که بې وسۍ لاس د پښتون پر خوله نیولی دی
وینم یې (حسنه) د توپان تصویر په سترګو کې
شعر باید له خپله ځانه د مانا جامې ولري نه دا چې بیا کره کتونکې له ځانه دمانا جامې ور واغوندي شعر باید د وجدان او ضمیر هنداره وي او دا دواړه تل خپلواکه وي ځکه زه عقیده لرم چې فکري خپلواکۍ دشعر پت او تقدس دی او تلپا ته شعر هماغه وي چې د لوړ هنر سره د فکر په لحاظ بې باکه وي د جبر او ډار له ګرده پاکه د پېښو او ذهنونو رڼه هنداره وي.
څوک به کړي د عشق کیسه زه به در یاد شم
شي حواس به دې لمبه زه به دریاد شم
مورکۍ به دې پوښتي سبب د اوښکو
ورته پیاز به کړې پلمه زه به دریاد شم
کابله څنګه درشم، د څړیکو په ایینوکې، دشعر اروا، جنازه د شهید زوی و، مجاهد ملنګ، ټوپک زما اشنا دی، ازادي، د مینې ابدیت او د احساس کرونده، د ډاکتر صیب په نوي چاپ شوي کتاب کې هغه نظمونه دي چې کتابونه خبرې پرې لیکل کیدای او ویل کیدای شي.
ډاکتر صیب ته د لا نورو ښکلو شعرونو د پنځولو توفیق غواړم او تاسې لوستونکې ددې ښکلي شعري ټولګې لوستلو ته را بولم.
درنښت
ځلاند