د کانونو وزارت کارکوونکو د اعتراض خیمه ووهله

د کانونو وزارت کارکوونکو د اعتراض خیمه ووهله


  • 4 کاله دمخه (14/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1096

 

د کانونو او پټرولیم وزارت یو شمیر کارکوونکو د دې وزارت د یو زرو ۲۰۹  کارکوونکو د لرې کیدو په غبرګون کې د دې وزارت مخې ته د اعتراض خېمه ووهله.

دغه اعتراض کوونکي ادعا کوي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له قانع کوونکو دلایلو پرته ۱۲۰۹ کارکوونکي له دندې ګوښه کړي دي.

اعتراض کوونکي وايي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت لخوا یواځې د دوی د ګوښه کیدو اعلان شوی، خو دلایل یې نه دي وړاندې کړي.

څلور ورځې کیږي، چې د دغه وزارت ګوښه شويو کارکوونکو اعتراض پیل کړی او غوښتنه کوي، چې د کانونو او پترولیم وزارت دې بیرته خپله پریکړه واخلي که نه اعتراضونه به یې دوام لري.