ایران د کابل او بامیان د روغتونونو کارونه بیا پیلوي

ایران د کابل او بامیان د روغتونونو کارونه بیا پیلوي


  • 1 مياشت دمخه (09/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 49

د عامي روغتیا وزارت وايي، په کابل کي د ایران سفیر علي رضا بیګدلي ژمنه ورسره کړې، چې په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې د ایران له لورې د جوړېدونکو روغتونونو کارونه بېرته پیلوي. 

د عامي روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ژمنه بیګدلي تېره ورځ د دغه وزارت له سرپرست مولوي نور جلال جلالي سره په یوه لېدنه کې کړې ده. 

په خبرپاڼه کې د بیګدلي په حواله راغلي، چې د دغو روغتونونو له جملې څخه به په نږدې راتلونکې په بامیان او کابل ولایتونو کې د ایران په مالي ملاتړ د جوړېدونکو روغتونونو د جوړولو کارونه پیل شي.