د ایران په زاهدان ښار کې نن سهار زلزله شوې

د ایران په زاهدان ښار کې نن سهار زلزله شوې


  • 1 کال دمخه (21/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 462

د ایران په زاهدان ښار کې نن سهار د ریښتر په کچه ۴،۷ درجې زلزله شوې ده. 

تر اوسه د دې زلزلې له امله د ځاني یا مالي زیانونوپه اړه راپور نه دی ورکړل شوی.   

د سیستان او بلوچستان ولایت د کړکېچ مدیریت ادارې مشر مجید محبي ویلي، چې د ژغورنې ډلې يې چمتو شوې دي.

هغه زیاته کړې، چې د دغې زلزلې شدت د رېښتر په کچه ۴،۷ درجې اټکل شوی دی.  

بل خوا تېره شپه ناوخته په بادغیس ولایت کې هم د زلزلې ټکانونه حس شوي دي.

دغې زلزلې د بادغس کلا نو، د هرات زنده جان، غور ماچ او یو شمېر نورې سیمې لړزولې دي. 

د زلزلو او اتش فشانونو د ارزونې او څارنې ادارې پر خپلې وېب پانې لیکلي، چې دغه زلزله د ریښتر په کچه ۴،۶ درجې وه.  

یاده وېب پاڼه زیاتوي، چې د زلزلې دغه ټکانونه د ایران او ترکمنستان په یو شمېر سیمو کې هم حس شوي دي.

تر اوسه د دغې زلزلې د مالي او ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.