پاکستان له دیني مدرسو ترهګر فارغوي.

پاکستان له دیني مدرسو ترهګر فارغوي.


  • 3 کاله دمخه (26/01/2021)
  • عارف سمیر
  • 1212

د پاکستان له دیني مدرسو ترهګر فارغیږي.

د افغانستان پوهنې وزارت وايي، د هغو زده کونکو مخه نیسي، چې پاکستان ته د دیني زده کړو لپاره ځي. د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین وايي، افغانستان کې اوس مهال د اسلامي هېوادونو په سطحه غوره مدرسې او دیني مراکز شتون لري، نو هغه چاته به اجازه ورنکړي، چې پاکستان ته د دیني زدکړو لپاره ځي. 

د افغانستان د پوهنې وزارت د هغو زده کوونکو مخه نیسي، چې پاکستان ته ددیني زدکړو لپاره ځي. د پوهنې وزارت په خبره، د پاکستان په دیني مدرسو کې زده کونکو ته افراطیت ورښودل کیږي.

تر دې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیا امرالله صالح هم ویلي وو، چې پاکستان له ځینو کورنیو ماشومان او زلمیان اخلي، ذهنونه یې بدلوي او په افغانستان کې یې ځانمرګو بریدونو ته چمتو کوي.

ملي امنیت بیا ډېر ځله دداسې ځانمرګو ویډیوګانې خپرې کړي، چې ویلي یې دي د پاکستان په بېلابیلو دیني مدرسو کې ورته  افغانستان کې د انتحاري او نورو حملو روزنه ورکړل شوې ده.

 اوس مهال د پاکستان په قبايلي سیمو کې تر پنځه سوه زیاتې مدرسې شتون لري، چې ډیری زده کوونکي یې افغانان دي.