یونېسف: د نجونو د زده‌کړو لپاره سیمه‌ییز ټولګي یوازېنۍ لار ده

یونېسف: د نجونو د زده‌کړو لپاره سیمه‌ییز ټولګي یوازېنۍ لار ده


  • 1 کال دمخه (22/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 489

‏د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وايي، دې سازمان په افغانستان کې د سیمه‌ییزو ټولګیو په جوړولو سره څه باندې ۵۰۰ زرو نجونو او هلکانو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.

یاد سازمان پر ټویټر لیکلي، دغه سازمان په ټول هېواد کې له شاوخوا ۱۷ زره او ۶۰۰ ټولګیو ملاتړ کوي او زیاتوي، د ډېرو نجونو لپاره دا یوازېنۍ لار ده چې کولای شي ښوونځيو ته لاړې شي.

د یونېسف په وینا، دغه سازمان د مرستندویه موسسو په مالي مرسته کولای شي په ټول افغانستان کې د ښوونیزو ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته ورسوي.