د کابل- غزني دوهم لاین سړک د جوړولو کارونه پیل شوي

د کابل- غزني دوهم لاین سړک د جوړولو کارونه پیل شوي


  • 4 مياشتي دمخه (12/09/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 114

د ټولګټو چارو وزارت لخوا تېره ورځ د کابل- غزني دوهم لاین سړک د جوړولو کارونه په دوو برخو کې پیل شوي دي. 

د یاد وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې د دغه سړک یوه برخه د کابل له کمپنۍ څخه د میدان وردګو تر مرکز  میدان ښار د ۲۴،۵ کیېلو متره اوږدوالی لري او بله برخه یې له مرکز  میدان ښار څخه د یاد ولایت تر دښت ټوپ پوري ۲۴،۳ کېلو متره اوږدوالی لري.

د ملا عیسی ثاني په وینا، د یادو دوو برخو کارونه به په درو کلونو کې بشپړ شي او پر جوړولو یې د اټکل له مخې درې میلیارډ افغانۍ لګښت راځي.

نوموړی زیاتوي، دغه سړک ټوله ۱۱۱ کېلو متره اوږدوالی لري، چې د ۴۹ کېلو متره سړک کارونه یې تېره ورځ پیل شوي او د پاته ۶۲ کیلو متره جوړولو په اړه یې خبرې روانې دي.