د ناروې د کډالو شورا مشر وايي، افغانان تر بل هر وخت زیات د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري.
یان ایګلنډ تېره ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانستان سره بېړنۍ مرستې په اوږد مهال کې ستونزه نه شي هوارولی او په کار ده چې مرسته کوونکي بنسټونه په پراختیايي برخو کې هم پانګونه وکړي.
نوموړي ویلي، چې د ښځینه همکارانو په ګډون یې افغانانو ته مستقیمې مرستې رسولې؛ خو په خبره یې اوس مهال وضعیت تر بل هر وخت سخت شوی دی.
د ایګلنډ په خبره، مرستندویه ډلې په زیاته اندازه کمې شوې او په کار ده چې له دې ناوړه بشري وضعیت سره د مبارزې لپاره بهرني ډیپلوماتان کابل ته راوګرځي.
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، اوس مهال شاوخوا دېرش میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري.