د شاه او عروس بند ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

د شاه او عروس بند ګټې اخېستنې ته وسپارل شو


  • 6 ورځي دمخه (31/12/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 31

د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او ګڼو نورو دغه دولتي چارواکو لخوا نن د کابل ولایت په شکر دره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند ګټې اخېستنې ته سپارل شوی دی. 

اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغه بند پر جوړولو شاوخوا ۲۵۰ میلیونه ډالره لګښت راغلی او په وسیله یې په یاد ولایت کې ۲۰ زره کسانو ته د څښاک اوبه برابري شوي دي. 

دغه خبرپاڼه وايي، له یاد بند څخه به ۱،۲ مېګاواټه برېښنا هم تولید شي او له دې سره- سره به درې زره او ۵۰۰ جریبه مځکه هم خړوبه کړي. 

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو پر اساس، یاد بند ۷۸ متره لوړوالی او د ۹،۴ میلیونه متره مکعبه اوبو ځایولو ظرفیت لري، چې د یاد ولایت لپاره خورا حیاتي ارزښت لري.