سمسور (۲۷غوایی۱۴۰۱) د راپورنو لهمخې، د پاکستان د استخباراتو (آیایسآی) پخوانی مشر جنرال فیض حمید یو وار بیا کابل ته راغلی دی.
د پاکستاني رسنیو په راپور کې ویل شوي، چې نوموړی اوسمهال د کابل په سرینا هوټل کې مېشت دی.
د راپور په حواله، چې ښاغلی فیض حمید به دلته له اوسنیو افغان چارواکو سره د تحریک طالبان پاکستان (TTP) اړوند موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
بل خوا سرپرست حکومت دا خبر تر اوسه تائید او رد کړی نه دی.
د ویلو ده، چې د پاکستان د استخباراتو دغه پخواني مشر، جنرال فیض حمید، د تېر کال سپټمبر په ۴نېټه هم کابل ته سفر کړی و.