د بښنې نړوال سازمان: د افغان مېرمنو حقونه باید د نړۍ په لومړیتوب کې وي

د بښنې نړوال سازمان: د افغان مېرمنو حقونه باید د نړۍ په لومړیتوب کې وي


  • 3 کاله دمخه (28/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1037

د بښنې نړیوال سازمان وایي، د طالبانو حکومت پرمهال د ښځو د حقونو خوندیتوب باید د نړۍ د هېوادونو په لومړیتوب کې وي.  

 

دغه سازمان د یوې غوښتنې په خپرولو سره ویلي، چې د ښځو د تېرو شلو کلونو لاس‌ته راوړنې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له خطر سره مخ دي. 

دې سازمان دغه‌راز ویلي، د نړۍ هېوادونه باید د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو حقونه د خپل تعامل په لومړیتوب کې ولري. 

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ډېری ښځینه کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او په ډېری ولایتونو کې له نهم ټولګي پورته نجونو لپاره ښوونځي هم تړلي دي.