مجاهد: د سرحدونو د محکميدو لپاره نوره هڅه هم کوو

مجاهد: د سرحدونو د محکميدو لپاره نوره هڅه هم کوو


  • 10 مياشتي دمخه (01/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 329

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د ازبکستان هیواد د استخباراتو او سرحدي ځواکونو له رئیس سره  عبدالسلام عزیزوف سره وکتل.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو په دې کتنه کې   د سرحدي مسایلو، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

په کتنه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د دواړو ګاونډيو او اسلامي هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو د پياوړتيا او ښه والي يادونه وکړه او زیاته یې کړه چې  په تیر یو کال کې په سرحد کې ډیر کار کړی او تصمیم لري چې په راتلونکي کې د هیواد د سرحداتو کارونه نور هم محکم کړي.
مجاهد دغه راز ازبکستاني لوري ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټولو برخو کې د انکشافي پروژو د تطبيق او پانګونې په برخه کې هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دي. همدا راز ازبکستاني لوري هم له اسلامي امارت سره د اړیکو په پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

ملي دفاع سرپرست وزیر په داسې حال کې د سرحدونو محمکېدو خبره کوي چې تر دې وړاندې له ایران او پاکستان سره په پولو کې یو شمېر نښتې هم شوې دي.