دوحه کې د مرکچي ډلو ترمنځ مقدماتي ناسته ترسره شوې.

دوحه کې د مرکچي ډلو ترمنځ مقدماتي ناسته ترسره شوې.


  • 3 کاله دمخه (07/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1434

دوحه کې د دواړو مرکچي ډلو ترمنځ ددوهم پړاو خبرو مقدماتي ناسته وشوه.

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ ویلي، چې تېر ماښام دواړو لوریو مقدماتي ناسته لرله او پر اجنډاو به بحث راروانه شنبه پیل شي.

د افغانستان مذاکراتي ټیم غړي، نادر نادري هم ویلي، چې ناسته شوې، خو په اجنډا بحث وروستی دی.

تېرو دریو میاشتو کې ددواړو لوریو ترمنځ د خبرو پایله یواځې د اجنډا معلومول وه، چې په دوهم پړاو کې به برې بحث وشي.

سره له دې، چې افغان حکومت او دافغان حکومت مرکچی پلاوی پر اوربند ټینګار کوي، خو لاهم معلومه نه ده، چې طالب لوری به له افغان مرکچي پلاوي سره په اوربند هوکړې ته ورسیږي که نه!