سمسور نیوز (۱۷وری۱۴۰۲) سیمه ییزې سرچینې وایي، په کندهار ولایت کې پر نشه یي توکو یو روږدي کس خپله مېرمن وژلې او له کوره تښتېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، دغه پېښه تېره شپه د کندهار ښار لومړۍ امنیتي حوزې په اړونده سیمه کې شوې ده.
د کندهار د والي ویاند حاجي زید دغه پېښه تائید کړې ا په اړه یې د پلټنو پیلېدو خبر ورکړی.
سرچینې ویلي، چې د وحیدالله په نامه دغه کس خپله مېرمن لومړی وهلې ټکولې او وروسته یې په مرموز ډول وژلې ده.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروسته کې د اقتصادي ستونزو او کورني تاوتریخوالي له امله د وژنې پېښې په بېسارې ډول زیاتې شوې دي.