افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت پای؛ افغان ځواکونه د خپل هېواد ساتنه کولای ‌شي

افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت پای؛ افغان ځواکونه د خپل هېواد ساتنه کولای ‌شي


  • 3 کاله دمخه (17/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1310

په افغانستان کې د ناټو نږدې شل کلن پوځي ماموریت پرون جمعه پای ته رسېدلی دی، خو یو شمېر امریکایي چارواکي، وایي افغان ځواکونه د خپل هېواد ساتنه او دفاع کولای‌شي.

ډیپلوماتیک او پوځي چارواکو د جرمني خبري اژانس ته دا خبر ورکړی دی او د دې معنی دا ده چې د دې ټلوالې د تاریخ تر ټولو مرګونی ماموریت پای ته ورسېد خو دې چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا او د ناټو د غړې ترکیې سرتېري به په افغانستان کې پاتې وي.

د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته لومړی امریکا او ورپسې ناټو افغانستان ته پوځي ځواکونه واستول.

د ۲۰۲۰ میلادي کال په فبروري کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په پایله کې امریکا له افغانستانه د خپلو پوځي ځواکونو د وتلو ژمنه وکړه او وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، چې امریکايي سرتېري به د روان کال د اګسټ د میاشتې ترپایه له افغانستانه ووځي.

وروسته له هغه، چې د ناټو په ګډون ټول امریکایي سرتېري له افغانستانه وځي، د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې افغان ځواکونه په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د ښه هوايي ځواک په ګډون عصري وسلې، روزنه او مناسب شمېر پرسونل لري. 

د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، چې پر دې سربېره امریکا به افغانستان ته نورې الوتکې ورکړي او د هغو ساتنې او لوژیستیک ملاتړ ته به دوام ورکري.