مالیې وزارت د تورخم له لارې پاکستان ته د سکرو صادرات بند کړل

مالیې وزارت د تورخم له لارې پاکستان ته د سکرو صادرات بند کړل


  • 2 کاله دمخه (31/05/2022)
  • سمسور
  • 686

سمسور (۱۰غبرګولی۱۴۰۱) د ا.ا د مالیې وزارت ویلي، چې نور د تورخم بندر له لارې پاکستان ته د سکرو صادراتو ته اجازه نه ورکوي. 

دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د تورخم له لارې پاکستان ته تازه مېوه صادره شي او د خوسا کېدو مخه یې ونیول شي. 

د سکرو صادروونکو ته ویل شوي، چې سکاره د پکتیا، پکتیکا او خوست له لارو پاکستان ته یوسي. 

د یادونې ده، چې په وروستیو کې له دې لارې پاکستان ته د سکرو صادرات په بې ساري ډول زیات شوي تر دې چې ځینې خلک شکایت کوي چې ټوله لار په سکرو بار لاریو او کانتینرونو نیولې ده.