سمسور (جمعه د غوایي ۱۰) افغان چارواکي وایي، د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې وسله والو ۷ تنه لمونځ کوونکي په ډزو وژلي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین رسنیو ته ویلي، چې دغه کسان د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې لمونځ کوونکي د تراوېح لمونځ تر ادا کولو وروسته کور ته پر لار و چې برید پرې شوی دی.
په ورته وخت کې د دې ولایت ځایي چارواکو ویلي، تر یادې پېښې وروسته د پولیسو د عملیاتو پر مهال دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
بل لورته بیا وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
باید یاده شي، چې روانه میاشت ننګرهار ولایت کې هم ورته پېښه رامنځته شوې وه، چې په ترڅ کې یې د یوې کورنۍ نهه تنه غړي د تراوېح لمانځه پر مهال په ډزو ووژل شول.