د انګلستان لیګ ته ۲۱ افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې

د انګلستان لیګ ته ۲۱ افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې


  • 1 مياشت دمخه (12/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 170

د انګلستان هېواد د ۱۰۰ توپونو لیګ بولۍ ته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۲۱ تنو لوبغاړو نوملیکنه کړې ده. 

د ملي لوبډلي له پیاوړي لوبغاړي راشد خان پرته رحمان الله ګربز، عظمت الله عمرزی، محمد نبي عیسی خېل، صدیق الله اتل، نوین الحق، فضل الحق فاروقي، ګلبدین نایب، نور احمد لکڼوال، مجیب الرحمن، وقار اسلام خېل، قیس احمد، شراف الدین اشرف، امیر حمزه، شاهد کمال، فرید ملک، اظهارالحق نوید، حشمت شهیدي، ضیاء الرحمن اکبر، نجیب الله ځدراڼ، ابراهیم ځدراڼ او دولت ځدراڼ هغه لوبغاړي دي، چې د دغه لیګ بولۍ ته یې نوملیکنه کړې ده. 

تمه ده، چې د دغه لیګ بولۍ نن ماښام د افغانستان پر وخت پر اووه نیمي بجې ترسره شي.