فاریاب کې د یو موټر بم برید مخنیوی شوی.

فاریاب کې د یو موټر بم برید مخنیوی شوی.


  • 3 کاله دمخه (12/01/2021)
  • خالد سهار
  • 1151

ملي دفاع وزارت وایي، تېره شپه وسله والو طالبانو پلان درلود، چې د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر مرکزونو موټر بم برید ترسره کړي.

 

د یاد وزارت په خبره، چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو له لوري یاد موټر بم پېژندل شوی او موخې ته تر رسېدو وړاندې له منځه وړل شوی او په دې پېښه کې یو تن وسله وال هم وژل شوی دی.

 

وسله والو تر دې مهاله د یادې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.