د هرات ولایت امنیتي مسوولین وایي یاد ولایت کې پر پولیسو د وسله والو کسانو په برید کې یو پولیس سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
د هرات امنیه قوماندانۍ ویاند وایي دغه پیښه د هرات ښار یولسمه ناحیه کې رامنځته شوه چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د مسوولینو په وینا د یادې پیښې په تړاو څیړنې روانې دي
دا په داسې حال کې ده چې د تیرې چهارشنبې په ورځ هم وسله والو په هرات کې د ملي اردو پر ځواکونو ډزې وکړې چې له امله یې ۳ تنه ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.