د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد۶۸ غونډې رپورټ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سوله نیازۍ
  • 1280

د میرمن کلتوری ـ ټولنیز بهیراته شپیتمه اونیزه غونډه د شنبې په ورځ د قوس په ۲۸ چې برابره ده د دسمبر له ۱۹ ۲۰۰۹ میلادي کال د پوهنی وزارت په شپږم پوړ کی د ګڼ شمیر خویندو په ګډون جوړه شوه دغونډی ویانده اغلی توبا ندا ساپۍ وه ، منشي یې سوله نیازۍ وه او د غونډی میلمه تکړه شاعر او لیکوال ښاغلی جیلانی جلان و، غونډه د ماسپښین په یوه بجه شروع شوه .
لومړی د میرمن بهیر د موقتې اجراییه کمیټې دمشرې میرمن الحاج ساهرې شریف دخسر دوفات له امله ددعا لاسونه پورته شول.
د غونډی په لومړۍ برخه کې په کاري مسایلو خبرې وشوې په دې برخه کې اغلې توبا د ویب پاڼې په اړه وغږیده همدا راز اغلې توبا وویل چې باید خویندې خپل مطالب مونږ ته راولیږي  همدا راز د اغلې خور نعیمې جانې غني کتاب چې د لرغونو متلونو په اړه دی او دمیرمن بهیر له خوا خپریږي هم بشپړ شوی دی او هغې وویل چې تر  راتلونکې اونۍ به چاپ شي. دې ته د لا بریالیتوب هیله کوو  د غونډې دوهمه برخه  د کره کتنې برخه وه په دې برخه کې د تکړه شاعرې هما  چې له پیښور څخه راغلې وه شعر  کره کتنې ته وړاندې شو دشعر په اړه ندا ساپۍ، تورپیکۍ، مرضیې امین،پاریسې خزان،خاطرې اسحاقزۍ، ناهید سمسور او نورو خویندو خبرې وکړې شعر یې ډیر ښکلی ارزاوه او د ټولو بهیر والو له خوا وستایل شو تر ټولو د ویاړ ځای دا وه چی له پیښور څخه زمونږ یوې بلې خور تکړه شاعرې حسینه ګل تنهاهم خپله شعری ټولګه رالیږلی وه تر څو د بهیر غړې پرې مخکتنه وکړي  چی د بهیر خویندو هرې یوې دنده واخېسته چې د کتاب په مختلفو برخو کره کتنه وکړي او مقالې پرې ولیکي.
   د غونډې دریمه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې په کی ټولو خویندو برخه واخیسته او په لسګونو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل. او همدا راز د لمر د ټلویزون له خوا ثبت شوه د غونډې په پای کې د ((ځمکه او آسمان))  په نامه داناهیتا روهي علمي کتاب چې دمصور خپرندوی بنسټ له خوا چاپ شوی او (( مصور)) مجله او همدارنګه له پکتیا ولایت څخه خپریدونکې ((میرزکه)) مجله په بهیر والو وویشل سوې او د اوونۍ نیکمرغه نجلۍ هم سوله نیازی وټاکل شوه.
په غونډه کې پریکړه وشوه چې په راتلونکي کې د میرمن حسینه ګل پرکتاب او دغه راز د آغلې اناهیتا روهي پرکتاب (( ځمکه او آسمان)) باندې دمیرمن بهیر له خوا دمخکتنې
 غونډه د ماسپښین په دری بجو د مازدیګرنۍ په خوړلو سره پای ته ورسیده .
هیره دې نه وي چې د میرمن بهیر اونیزه غونډه هره شنبه د ماسپیښین په یوه بجه دپوهنې وزارت په پنځم پوړ کې دپوهنې په تالار کې جوړیږي.