ننګرهار کې ماین چاودنې د امنیتي ځواکونو په ګډون ۳۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

ننګرهار کې ماین چاودنې د امنیتي ځواکونو په ګډون ۳۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 2 کاله دمخه (20/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 712

سمسور (۳۰غبرګولی۱۴۰) سیمه ییز چارواکي وایي، چې د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د چسپکي ماین چاودنې د پنځو امنیتي سرتېرو په ګډون ۳۰ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. 

چارواکو ویلي، چې دغه چاودنه نن سهار د غني خېلو ولسوالۍ په شېرګړ بازار کې د یادې ولسوالۍ د روغتیا برخې د مدیر پر موټر شوې ده. 

سرچینې همداراز ویلي، چې دغه چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د پنځو امنیتي سرتېذو په ګډون ۲۸ ملکي وګړي په‌کې ژوبل شوي دي. 

سرچینه زیاتوي، چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. 

تر اوسه هېڅ کومې وسله‌والې ډلې د یادې چاودنې مسوولیت نه دی منلی، خو تر دې وړاندې داعش د ورته بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی و.